پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۵۴
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۱۲ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دغه راز یاد پلاوی د پروان ولایت د بگرام ولسوالی  د خم کلان سیمې دویمې برخې اړوند قورخ چي، کاډي کوچیو او کوه توپ سیمه کې تر سره کړه دا کړنه د تخنيكي پلاوی د کدستر سروی او او تخنیکي پلاوی د سکرتريت په مشرې ترسره شو چې لومړی د سیمه وګړو ته له تخنیکي کارونو پوهاوی ورکړ شو او دوه ډوله استعلامونه چې د قیمت ټاکلو او اسنادو راټول ولو لپاره ورته تایید شوي و دری واړو سیمو ته وویشل شو.
 په دې کړنه کې د اراضي ادارې کدستر فني غړو او نقشه برداری آمریت کارمندانو وګړو په هم کارې سره هم پر ٢٩ غاصبینو کورونو ، کروندو او ریګ ریشنو شرکتو باندې تر سره شو چې په نوموړې سیمه کې غاصبینو له ځمکې لاندې اوبونه ګټه پورته کړې او بعضو غاصبینو په نورو ړې سیمه وکړو باندی پلورلې ده د شرکت مسؤلینو له معدن ریاست سره ثبت او اراضي اداره دا ځمکه په اجاره نه د ورکړل شوې په دې اساس  خپلې کړنې یی ورباندې ترسره کړه،  چې په ترڅ کې يي 251.89 جریبه ځمکه تشخيص او تثبيت شو او د تصفیه لپاره د غاصبینو جدول هم په کامیابی سره ډک کړل شو دا ټولې کړنې د  الله ج په‌ فضل سره پاي ته ورسید.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت