د ننګرهار دکرنې ریاست: ختيځ زون کې د ولسوالیو اقلیم ته په کتو باید د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۴۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: ختيځ زون کې د ولسوالیو اقلیم ته په کتو باید د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ختیځ زون کې د ولسوالیو اقلیمي شرایطو ته په کتو باید د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید او پر بزګرانو ووېشل شي.
په همدې موخه د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق ورکړي امریت کې جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق د یو شمېر کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو مسؤلینو ته وویل، چې راتلوونکې کې باید په ختیځ زون کې د تخمونو تولیدي شرکتونه د ولسوالیو اقلیم ته په کتو د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید او کروندګرو ته په واک کې ورکړي تر څو کروندګر وکولای شي راتلوونکې کې هم ترې استفاده او ګته پورته کړي.
صادق همداراز تخمونو ته د تصدیق ورکړی امریت ته هم سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه، دا چې د غنمو حاصلاتو راټولولو وخت را نږدې شوي دي، د اصلاح شوو تخمونو تفتیش کې باید ډیر دقیق اوسئ، او د هغه شرکتونو تولید شوو تخمونو ته تصدیق ورکړئ، چې د تفتیش ټولی مرحلې يې بشپړې کړي وي او په تخمونو کې يې ستونزه نه وي.
په همدې حال د افغانستان د تخمونو تولیدي ټولنې په استازولی انجینر محمد نعیم ودان د تولیدی شرکتونو د ستونزو تر څنګ وړاندیز وکړ او زیاته يي کړه، چې باید د تخمونو تولیدی شرکتونو ته امارتي ځمکې په اجاره ورکړل شي، تر څو د ختیځ زون په کچه د بزګرانو د ضرورت وړ با کیفیته تخمونه تولید کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت