ننګرهار کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۷:۵۷
ننګرهار کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
د چارواکو  په خبره ددې ولایت د شېرزاد ولسوالی دکرنې ادارې د ځنګل ساتوونکو تېره ورځ د طوطو کلي اړوند د غمچۍ په غره کې درې تنه نیولي او د ولسوالی امینه قومندانۍ ته يي سپارلي، دي چې په یاد غره کې يي شنې ونې وهل.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ځنګلونه یو ملی شتمني ده، او د دغه ملی شتمنۍ ساتنه د ټولو هیوادوالو وجیبه ده او دوی به هیچاته ددې شتمني د تخریب اجازه ورنکړي. 
دوی همداراز په قومي مشرانو او ځايي خلکو غږ وکړ، چې د ځنګل پرې کولو څخه په کلکه ډډه وکړي، او که هر چا سرغړونه وکړه عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت