د ننګرهار کانال رياست: کانال رياست کې نږدې ٣٥٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۲:۳۴
د ننګرهار کانال رياست: کانال رياست کې نږدې ٣٥٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې

٢٦ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٤ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې ددې کانال اړوندو فارمونو کې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي،چې ددې کانال په درېيو فارمونو (لومړی، دویم، درېیم )کې  په ۱۸۷ تنو روزمزدورانو باندې چې د غنمو په بدل کې استخدام شوي و کابو ۴۱۹۷ منه غنم وېشل شوي دي.
دغو روزمزدورانو د یادو فارمونو په بېلابېلو سيمو کې کار کړې ؤ.
باید وویل شي، چې ددغو غنمو وېش د یوګډ پلاوی په شتون کې تر سره شوه. 
ننګرهارکانال ریاست خپلو ټولو هېوادوالو ته د کاري زمېنې برابرولو او کانال ته لا زیات کارکوونې په موخه دغه پروسه پېل کړی ده او کابو ۳۵۰۰ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت