تېرکال څه باندې ۱۸۶ زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۹:۳۰
تېرکال څه باندې ۱۸۶ زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي

د بادرنګو کرکیلې ته د بزګرانو د لېوالتیا په پایله کې په تېر یوکال کې د شنوخونو او په ازاده فضا کې د بادرنګو د کرکیلې د حاصلاتو کچه څه باندې ۱۸۶ زره مټریک ټنو ته رسېدلی دی او په لس زره او ۲۲۲ هکټاره ځمکه  کی بادرنګ کرل شوي دي.
د فراه ولایت د بادرنګو د ډېرو شنوخونو په درلودلو سره د بادرنګو ډېر تولید لري، چې ددې ولایت د تېرکال د تولید کچه ۲۸ زره او ۲۹۹ مټریک ټنو ته ورسېد. په دې ولایت کې په ۹۶۵ هکټاره ځمکه بادرنګ کرل شوي دي.
ددې ترڅنګ د کابل، بلخ، پکتیا او غزني ولایتونو کې هم بادرنګ په شنوخونو کې کرل کېږي او په نورو ولایتونو کې هم په شنوخونو کې بادرنګ کرل کېږي.
هلمند، فراه، پروان، بلخ او لغمان هغه ولایتونه دي، چې تر ډېره په ازاده فضا کې هم په کې د بادرنګو کرکیله کېږي، تېر کال د بادرنګو د ازادو کروندو څخه ۱۳۳ زره مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي.
په بېلابېلو فصلونو کې خلکو او بزګرانو له خوا په شنوخونو کې د بادرنګو تولید ځانګړې اهمیت لري.


تولید بیش از ۱۸۶ هزار متریک تُن بادرنگ در یک سال گذشته
حاصلات بادرنگ گلخانه‌ای و آزاد در یک سال گذشته به دلیل علاقمندی دهقانان به پرورش آن به بیش از ۱۸۶ هزار متریک تُن رسیده است که در ده هزار ۲۲۲ هکتار زمین بادرنگ کشت شده بود.
 ولایت فراه با داشتن ساحه  کشت بادرنگ گلخانه‌ای بیشترین تولید را دارا بوده است که تولید سال قبل آن به ۲۸ هزار و ۲۹۹ متریک تن می‌باشد و ساحه تحت کشت آن ۹۶۵ هکتار زمین بوده است.
برعلاوه در ولایت‌های کابل، بلخ، پکتیا و غزنی بادرنگ گلخانه‌ای کشت بیشتر داشته است و در سایر ولایات بادرنگ گلخانه‌ای به پیمانه کمتر کشت می‌شود.
هلمند، فراه، پروان، بلخ و لغمان بیشترین ساحه کشت و تولید بادرنگ آزاد بوده که سال پیش ۱۳۳ هزار متریک تَن به‌شکل آزاد بادرنگ تولیدات داشته است.
ترویج بیشتر بادرنگ گلخانه‌ای برای دهاقین و مردم در فصول مختلف سال از اهمیت خاص برخوردار بوده است که فضای بازار را رونق بیشتر داده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت