لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې اووه دېرشمه غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۰:۱۵
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې اووه دېرشمه غونډه

۲۴ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ښاروالۍ په رياست کې خپله اووه دېرشمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په ورته مهال تخنیکي پلاوی د علیشنګ ولسوالی اوسیدونکي محمدابرهیم او دده د ورونو دامارتي ځمکې دغصب موضوع باندې بحث وکړ او دبحث څخه وروسته تخنیکي ټیم  محمدابراهیم نومی را وغوښته او له ده څخه یې داسې استحضاري واخیسته چې ترڅو په دې اړه دمرکزي کمېسیون له خوا نهایي پریکړه شوې نه وي ترهغې پورې به په ځمکه کې نوموړی شخص نوي تصرفات نه کوي. او په یاده برخه کې دعلیشنګ ولسوالی داراضي مدیر ته د متصرفو اشخاصو دغصب دتثبیت فورمه ورکړل شوه او لارښوونه ورته وشوه چې دیادمتصرف شخص دځمکې دغصب په اړه مکمل معلومات په فورمه کې درج او د وروستیو کړنو لپاره یې له تخنیکي پلاوی سره شریک کړي.
همداراز په غونډه کې د علي احمد خان د ورثو عریضې په موضوع باندې بحث وشو کوم چې  دوی ولایت مقام ته په دې  توګه عارض شوي وو چې  له ځمکې څخه یې د پړوایي قوم په زوره د علینګار ولسوالۍ دامنیه قوماندانۍ څخه په استفادي نیالګي ویستلي او د اوبو ویالې ورته تخریب کړي دي چې نوموړې موضوع د والي صیب له لوري تخنیکي هیئت ته محول کړې وه تخنیکي هیئت پرې بحث وکړ او دبحث څخه وروسته یې پریکړه وکړه چې نوموړې موضوع جینایي اړخ لري باید امنیه قوماندانۍ ته راجع شي چې په ترڅ کې نوموړې موضوع دلغمان امنیه قوماندانۍ ته راجع شوه.
 دغونډې په وروستیو کې تخنیکي هیئت د بدني روزنې امریت او مهاجرینو چارو ریاست استازي  را وغوښتل او دوی ته یې دمتصرفو اشخاصو دغصب دتثبیت فورمې ورکړلې او دبدني روزنې امریت استازي ته یې لارښوونه وکړه چې د پنځه اویا جریبه غصب شوې ځمکې متصرفو اشخاصو نوملړ او د کورونو نوعیت په فورمه کې درج کړي او همداراز د مهاجرینو استازي ته یې لارښوونه وکړه چې د مهاجرینو رسمي غصب شوي ښارګوټو په اړه دمتصرفو اشخاصو نوملړ او دکورونو نوعیت په فورمه کې درج کړي  او له بشپړېدو وروسته یې له تخنیکي پلاوی سره شریکې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت