خوست کې پر یوشمېر کروندګرو د سبو کرکیلې توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۲:۵۳
خوست کې پر یوشمېر کروندګرو د سبو کرکیلې توکي ووېشل شول

۲۳ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز کې پر ۴۰ کروندګرو د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او دکرکیلي توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره په دغو وېشل شویو توکو کې ۲۱ توکي شامل دي، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، یوه دانه کراچی، 3 دانې بیلچې،2 دانې پنجه کش، دواپاشي پمپ، محافظتي جامې مکمل پکیج سره، پلاستکي موزې، 10 دانې دمحصولاتو ټولولو بسکیټونه، 1 کیلو ګرام دبنډیو هایبریډ تخم، 10 دانې دحشراتو ضد سټیکرې، لاسمغان، دخېشاوې مکمل پکیج او دیته ورته وسایل ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه دکروندګرو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د سبو حاصلاتو زیاتوالی ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت