د پکتیکا یحی خېل او خیرکوټ کې د امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د یحی خېل او خیر کوټ ولسوالیو کې د امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوی دی.
د چارواکو په خبره د پکتیکا ولایت د دې ولایت د یحی خېل او خیر کوټ ولسوالیو کې یوشمېر کسانو غوښتل، چې ځمکه غصب کړي، چې د یادو ولسوالیو د کرنې مدیریت کارکوونکو له خوا یې مخه نیول شوی دی.
باید وویل شي، چې د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
