د خوست علي شېر کې پر ۴۵۴ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوی دی
۲۱ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «NAC» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د علي شېر ولسوالی پر ۴۵۴ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د چارواکو په خبره ددې لړۍ په ترڅ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي او ترڅنګ یې پنځه کیلو د مصري شوتلو تخم هو ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته ودې او پراختیا ورکول دي.
