لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۹:۱۸
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي مشر الحاج مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ غونډه دائره کړه.
په جوړه شوې غونډه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو دخبر اترو تر څنګ لازمې پرې کړې هم وشوې.
په جوړه شوې غونډه کې دځینو دښتواړونده دوسیې او اسناد چې د سیمو له قومې مشرانو څخه د پوښتنپاڼې په ترځ کې غوښتل شوي وو، وکتل شول او پرې هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
همدا رازدمرکزي کمیسیون څخه بېرته په مستردی شویو دوسیو له لوستلو وروسته تصمیمم ونیول شو چې نیمګړي معلومات به یې بشپړ اویوځل بیا به مرکزي کمیسیون ته واستول شي.
ددې ترڅنګ د کوچیانو نومول شوی ښارګوټې له قومي مشرانو سره خبرې اترې وشوې، دقومي مشرانو په استازولي دوه تنو خبرې اوکړې او زیاته یې کړه، چې کوچیانو ته پنځه زره جریبه ځمکه چې د کوچیانو ښارګوټې په نوم نومول شوې ورکړل شوی ده،د کلنګار سیمې مشران چې د مرکز اړوند سید محمود غزنوي دښتې کې د ځمکو ادعا درلوده هم خبرې واورېدل شوې اودپاتې معلومات په پار پرې پوښتنپاڼی ووېشل شوې تر څو یې ځواب کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت