کونړ ته دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۲:۴۶
کونړ ته دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سفر


۲۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ا.ا.ا کابینې د پرېکړې او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سپارښتې پر اساس دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د غیر قانوني لرګیو د ضبط او د چهارتراشو لرګیو د لېږد د نظارت په موخه کونړ ولایت ته سفر کړی دی.
په دې سفر کې محمدامان امانیار او د شنې قطعې قومندان علیمي دکرنې وزارت د مرستیال ملتیا کوي.
یاد پلاوي په پیل کې دکونړ اسدا آباد ښار کې د شنې قطعې له خوا د ضبط شویو چهارتراشو لرګیو له سیمې څخه لیدنه وکړه او وروسته یې دکونړ دکرنې رییس سره غونډه دائره کړه.
د افغانستان د اسلامي امارت د پرېکړې پر اساس هیڅ څوک حق نه لري، چې ځنګلونه پرې کړي، د همدې پرېکړې پر اساس تېر کال سپارښتنه وشوه، هغه چهاتراش لرګي، چې په ګدامونو کې زېرمه شوي دي باید پرې اسټیکر ولګول شي او انتقال شي، که چېرې له ټاکلې وخت وروسته او له اسټیکر پرته چهارتراش انتقال شي، د آمارت نظامي ځواکونه او د شنې قطعې ځواکونه مکلف دي، چې یاد لرګي راټول او ضبط کړي.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ولایت کنر  
۱۹حمل ۱۴۰۲
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس فیصله کابینه و هدایت ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان جهت نظارت از جریان انتقال چهارتراش و ضبط چوب های غیر قانونی عازم ولایت کنر گردید.
 در این سفر معین وزارت زراعت را محمد امان امانیار و علیمی قوماندان قطعه سبز همرایی می کردند. 
این هیئت در نخست از محل جمع آوری چوب های چهارتراش ضبط شده از سوی قطعه سبز در شهر اسعدآباد ولایت کنر بازدید نموده و پس از آن  نشستی را با رئیس زراعت کنر دایر نمودند.‌
مطابق به فیصله امارت اسلامی افغانستان  هیچ کس حق قطع نمودن جنگلات را ندارد و بر اساس همین فیصله سال گذشته هدایت داده شده بود که آن عده از چوب های چهارتراش که در گدام ها انبار شده باید استیکر زده شده و انتقال داده شود و در صورت ایکه بعد از وقت تعین شده چوب های چهارتراش  بدون استیکر انتقال داده  شود، نیروهای نظامی امارت و قطع سبز موظف به جمع آوری و ضبط آن چوب ها می‌باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت