د استخباراتو لوی ریاست ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د لېږد په اړه غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۹:۵۹
د استخباراتو لوی ریاست ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د لېږد په اړه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو اداره وایي، چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سيلو په افشار سيمه کې د استخباراتو لوی ریاست ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د لېږد په پار  د کرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې، د استخباراتو لوی رياست او د سرې مياشتې ټولنې ترمنځ لومړنۍ غونډ دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې لوی ريیس ملا عبدالرحمن رحماني، د استملاکي پروژو د همغږۍ رييس الحاج شاه جهان جلات، د استخباراتو د لوی ریاست، کابل ښاروالۍ، د کور او ښار جوړونې وزارت او د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې، د استخباراتو لوی رياست او دافغاني سرې مياشتې ټولنې چارواکو له خوا د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سيلو په افشار سيمه کې د ۱۰۰ جريبه ځمکې د اسنادو ارزونې غوښتنه وشوه. 
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د روڼتيا رامنځ ته کولو په پار بايد د يادې ځمکې ټول اسناد په بې پرې ډول وارزول شي، تر څو ياده ځمکه په قانوني ډول يوې ادارې انتقال شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې لوی رييس  ملا عبدالرحمن رحماني د دې موضوع د روښانه کولو لپاره زیاته کړه، لومړی بايد معلومه شي چې یاده ځمکه د کوم اړوندې ادارې پورې تړلې ده او یا هم دغه ځمکه اماراتي ده، نو بايد یو پلاوی پکې د اړوندو ادارو د استازو څخه دا موضوع له نږدې وڅېړي.
د ځمکو ادارې مشرتابه زیاته کړه، دا چې په دې برخه کې دا لومړۍ غونډه ده، نو د سیمې او یادې ځمکې له هر اړخیزې ارزونې او همدارنګه د ځمکو ادارې کې د شته اسنادو له ارزونې وروسته به په راتلونکې غونډه کې په دې اړه تصمیم ونیول شي.
نوموړي دغه راز اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه، چې د موضوع جزييات او د کار پايلې له دوی سره تل شريکې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت