د لغمان دولت شاه کې پر ۱۰۲۹ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۲:۳
د لغمان دولت شاه کې پر ۱۰۲۹ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شول

۱۹ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو نړيوالې ادارې "FAO" په مالي او د (Action Aide) مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د  دولت شاه ولسوالی پر ۱۰۲۹  کروندګرو په کورنيو بڼګيو کې د سو کرکيلې په پار پر دوی د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په دغو وېشل شويو تخمونو کې د کرم، بانجان، پیاز، لیړو، ګلپي، شلغم، مرچک او رومي بانجانو تخمونه شامل دي.
 دغه راز  د همدې پروژيدې له لارې یو عدد بیلچه، یو عدد کشک او یو عدد رمبۍ د بزګري د کارونو د پرمخ بیولو لپاره هم پر دوی وېشل شوي دي. 
دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د يادو ادارو له خوا د لغمان عليشنک او علينګار ولسواليو کې هم پر څه باندې دوه زره بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت