د اروزګان دکرنې ریاست: ددې ریاست کلنۍ عواید ډېر شوی 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۲:۱۷
د اروزګان دکرنې ریاست: ددې ریاست کلنۍ عواید ډېر شوی 

۱۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رياست وايي، چې په ۱۴۰۱ مالي  کال کې ددې ادارې د عوایدو کچه زیاته شوې ده.
د چارواکو په خبره د اروزګان کرنې ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال کې  د د اجارو څخه ۱۶۷۰۳۷۵۱ افغانۍ، دغره دطبي بوټي او او ښۍ د اجاري څخه ۱۶۰۰۰۰۰ افغانۍ, دڅلور عراده ټکټرانو داجارې څخه ۲۲۴۶۶۵ افغانۍ، دعشر او زکات څخه ۱۳۸۲۷۲افغانۍ، د شاليو دسبسايډي څخه۷۷۵۲۰ افغانۍ راټولي کړي دي. او دغه راز د ګازو بازګشت یې ۱۴۷۶۰۷ افغانۍ ده، چې ټول عواید يې ۱۸۷۴۴۲۰۹ افغانۍ کېږي.
یاده اداره له ټاکل شوې موخې څخه څه باندې دوه میلیونه افغانۍ زیاته عواید راټول کړی دی.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې یاده اداره هلې ځلې کوي، چې خپل عواید په شفاف ډول راټول او د مستوفيت له لارې يې د اسلامي امارت بودیجې ته جمع کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت