دکرنې او مالدارۍ مرستيال له خوا د درملو يوه ټولګه پرانيستل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۰:۱۱
دکرنې او مالدارۍ مرستيال له خوا د درملو يوه ټولګه پرانيستل شوه

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم عثماني د محمد پاينده د درملو يوه لويه ټولکه (کمپلکس) پرانيست غونډه کې په ګډون سره ياد کمپلکس پرانيستل.
دکرنې او مالدارۍ مرستيال ددې ټولکې په پرانيست غونډه کې په کور دننه خلکو لپاره د چوپړتياوو رسونې په پار د چارواکو هلې ځلې وستايل او دوی ته يې ډاډ ورکړ چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د ننه پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی، که هر ډول ستونزې ولري دکرنې وزارت دروازې د دوی پرمخ خلاصې دي.
په همدې حال کې  مولوی صدر اعظم عثماني د هېواد له پانګوالو و غوښتل، تر څو په بشپړ ډاډ او له کومې اندېښنې پرته دې په هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه اسلامي امارت دوی ته بشپړ امنيت برابره کړی دی او اوسمهال په هېواد کې د پانکونې په پار غوره زمينه برابره شوې ده.
د درملو ياده ټولګه کې د درملو يوشمېر ستر شرکتونه شامل دي.

معین زراعت و مالداری یک کمپلکس ادویه جات را افتتاح کرد 
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح  یک کمپلکس بزرگ فروش ادویه جات محمد پاینده اشتراک نموده و آن  را افتتاح نمود.
معین زراعت و مالداری در مراسم افتتاح این شرکت از تلاش‌های‌ مسوولان آن به منظور خدمت رسانی به مردم و سرمایه گذاری در داخل کشور قدردانی کرده و برایشان اطمینان داد که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری متعهد بر فراهم نمودن سهولت ها برای سرمایه گذاران در داخل کشور می باشد و هر نوع مشکلی که داشته باشند دروازه وزارت زراعت به روی سرمایه گذاران باز است.
در همین حال مولوی صدر اعظم عثمانی از سرمایه گذاران کشور خواست تا با اطمینان کامل و بدون کدام تشویش در داخل کشور سرمایه گزاری نمایند چون امارت اسلامی امنیت کامل را برایشان فراهم نموده است و در حال حاضر زمینه های بسیار خوبی جهت سرمایه گذاری در داخل کشور فراهم گردیده است.
این کمپلکس ادویه جات متشکل از چندین شرکت بزرگ ادویه می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت