لغمان کې د بزګرانو پر شپږو ټولنو کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۵۷
لغمان کې د بزګرانو پر شپږو ټولنو کرنیز وسایل ووېشل شول

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام د بزګرانو پر شپږو ټولنو ۴۸۰ ونډه کرنیز وسایل وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې بېلچې، ابپاش، کلنګې، لاسي کراچۍ، لورونه  او د ځمکې هوارولو لپاره کشې شامل دي.
د یادو توکو په وېش غونډه کې د لغمان  دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن او ددې ریاست دکرنیزو چارو امر انجینر بریالي همدرد او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د کرنې میکانیزه کول دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت