د لوګر دکرنې رییاست: خروار ولسوالی کې څلور زره نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۵۸
د لوګر دکرنې رییاست: خروار ولسوالی کې څلور زره نیالګي اېښودل کېږي

د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د خړو نړیوال پروګرام په مالي او د د بشري ځواک د پراختیا ادارې «HRDA» په مرسته ددې ولایت د خروار ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې څلور زره نیالګي اېښودل کېږي.
په جوړه شوی غونډه کې د خروار ولسوال مولوي شیراحمد حبیب سر بېره د کرنې مدیر مولوي نورالحق امدادالله، امنیه قومندان، دیني عالمانو، قومي سپین ږیرو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
په جوړه شوی غونډه کې ولسوال پخپلوخبرو کې له بشری قواوو د ادارې ستاینه وکړه او په خلکو باندې یې غږ وکړ چې د دغه ځنګلاتو ساتنه خپله ایماني او وجداني دنده وبولي.
د غونډې په جریان کې د بشري قواوو انکشاف ادارې په استازولۍ انجینر زاهدالله لیوال راغلومسئولینو او خلکو یی ته د پروژې په اړه هراړخیزه لارښونې وکړی او له اړوندو سکتورونو نه یې مننه وکړه چې د پروژې له پیل څخه تر اوسه پورې یی خپله پوره پوره همکاري تر سره کړې ده.
د یادونې وړه ده، چې د کرنې مدیر مولوي امداد الله خلکو ته د نیالونو کېنولو ارزښتونه بیان کړل او له دوی یې وغوښتل چې په ګډه ددې بڼ ساتلو ته پاملرنه.وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت