هلمندي بڼوال د انګورو د حاصلاتو راټولولو لارې چارې زده کړل

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۴:۱۶
هلمندي بڼوال د انګورو د حاصلاتو راټولولو لارې چارې زده کړل

۱۳ زمری ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت ۱۰۰ سیمه ییزو بڼوالو ته په فني ډول د انګورو د حاصلاتو راټولولو او اوسُرت بندۍ لارې چارې ور وښودل.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، په دې روزنیزه برنامه کې، چې ددې و لایت په څېړنیز فارم کې په لاره اچول شوې وه سل سیمه ییز بڼوال او بزګران ګډون درلود، چې د انګورو حاصلاتو راټولولو اوسُرت بندۍ په برخه کې لازمې لارښوونې ورته وشوې. ښاغلي الکو وویل، چې ددې روزنیز پرورګرام موخه د انګورو حاصلاتو د راټولولو په برخه کې بڼوالو ته روزنه ورکول وه ترڅو د خپلو بڼونو حاصلات په سمه توګه راټول او بازراته وړاندي کړي، چې ښه پېرېدونکي پیدا کړي.
د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوی، چې ددې ولایت دودیز کرکېلي ته پرمختللي او عصري بڼه ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت