د لوګر دکرنې ریاست: د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې ولایتي چارواکو سره د همغږۍ غونډه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۹:۴۵
د لوګر دکرنې ریاست: د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې ولایتي چارواکو سره د همغږۍ غونډه وشوه

۱۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» مؤسسې له چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې، چې د لوګر دکرنې ریاست د آمرینو ترڅنګ د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» مؤسسې ولایتي نوی ګمارل شوی مسوول انجنیر ګل ولي مایار او د یادې مؤسسې پخوانی مسوول انجنیر مصطفی تسل شتون درلود د نوی مسوول تر پېژندنې وروسته پر هر اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د لوګر دکرنې ریاست چاراکو د افغانستان راتلونکې نسلونو «FGA» مؤسسې او نورو مؤسسو پر چارواکو غږ وکړ، چې د لوګر دکرنې ریاست سره په همغږۍ ددې ولایت د زرغونتیا او سمسورتیا په پار له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په ناسته کې بزګرانو ته د کرنیزو چوپړتیاوو برابرولو او د څارویو لرونکو به ستونزو، غوښتنو او دتخمونو دوېش اړوند هراړخیزې خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت