د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د اړتیاوړ چوپړتیاوو او د معیشت ثبات پروګرام له چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۳:۲۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د اړتیاوړ چوپړتیاوو او د معیشت ثبات پروګرام له چارواکو سره وکتل


۱۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدراۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د «اړتیاوړ چوپړتیاوو او معیشت ثبات» پروژې له چارواکو سره، چې د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) له خوا پلي کېږي، په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
مولوی صدراعظم د یوشمېر پروژو له سطحې فعالیتونو څخه نېوکه وکړه او ویې ویل: «موږ باید د خلکو د ژوند د کچې او معیشت لوړولو په پار داسې کار وکړو، چې د خلکو اقتصاد ورسره ښه شي، هر کار چې ترسره کېږي باید بنسټیزې چارې وي نه په سطحي بڼه چې پیسې حیف او میل شي.»
مولوی صدر اعظم په دې لیدنه کې وویل، یوشمېر پروژې چې په افغانستان کې یې فعالیت درلود، کارونه یې بنسټیزې نه دي، د دوی موخې یوازې د بودیجې لګول او لوړ معاشونه اخیستل و، خو په اساسي ډول کار نه دی شوی.
په دې لیدنه کې دغه راز د افغانستان لپاره د اړتیاوړ چوپړتیاوو او د معیشت ثبات پروګرام چارواکو د یادې پروژې فعالیتونه او کړنې بیان کړل، چې یاده پروژه تر دې دمه کومې کړنې او فعالیتونه ترسره کړي دي. د اړتیاوړ چوپړتیاوو او د معیشت ثبات پروګرام د اروپایې ټولنې له خوا تمویلېږي، چې څه باندې شپږ میلیونه ډآلره بودیجه لري او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له خوا پلي کېږي.
ددې پروژې موخه د معیشت خوندیتوب او د غذایي توکو بدلون دی. دغه راز د حیواني کلینیکونو تجهیز، د حیواني واکسینونو پلي کول، د سیمه ییزو واحدونوملاتړ، د چرګانو وېشل، د حیواني خوراکي توکو وېشل، د شاتو مچیو وېشل، د اصلاح شوي تخمونو وېشل او د شېدې پروسس او راټولولو مرکزنونو جوړول ددې پروژې نور فعالیتونه دي.
دا پروژه په ۲۰۱۲ ام کال کې پیل او تر ۲۰۲۵ ام کال پورې ادامه لري، چې څه باندې ۳۵۰ زره کسان په نېغه ترې برخمن کېږي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان پروگرام ثبات معیشت و خدمات ضروری برای افغانستان دیدار کرد
۱۱ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان پروژه "پروگرام ثبات معیشت و خدمات ضروری" که از سوی کمیته هالند در افغانستان (DCA) دیدار و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی با انتقاد از فعالیت‌های سطحی شماری از پروژه‌ها گفت:« ما بخاطر بلند بردن سطح زنده‌گی و معیشت مردم طوری کار کنیم که اقتصاد مردم بلند برود، هرکاری که می‌شود بنیادی شود نه شکل سطحی و حیف میل پول.»
مولوی صدراعظم در این دیدار گفت که شماری از پروژه‌های که در افغانستان فعالیت داشته اند به‌شکل بنیادی کار نکرده اند هدف آن‌ها فقد مصرف بودیجه و گرفتن معاشات بلند بوده است اما به‌شکل اساسی کار نشده است.
مسوولان این پروژه به بازتاب فعالیت‌های شان پرداختند و از کارکرد خویش از آغاز پروژه تا اکنون بیان داشته اند، پروژه پروگرام ثبات معیشت و خدامات ضروری توسط اتحادیه اروپا تمویل می‌شود که بیش از شش میلیون دالر بودیجه دارد که توسط کمیته هالند برای افغانستان تطبیق می‌گردد.
هدف از این پروژه حفظ معیشت و تغییر مواد غذایی بوده است، تجهیز کلینیک‌های حیوانی، تطبیق واکسین‌های حیوانی، حمایت واحدهای ساحوی، توزیع قطعات مرغ، توزیع خوراکه حیوانی، توزیع زنبور عسل، توزیع تخم اصلاح شده و ایجاد مراکز پروسیس و جمع‌آوری شیر از فعالیت‌های این پروژه بوده است.
این پروژه در سال 2012 آغاز به فعالیت نموده و تا 2025 ادامه دارد که بیش از 350 هزار تن را به طور مستقیم مستفید می‌سازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت