د ننګرهار د کرنې څېړنیز فارم کې د سبو تخمونو د تولید په موخه پسرلني کر پیل شو 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۰:۴۶
د ننګرهار د کرنې څېړنیز فارم کې د سبو تخمونو د تولید په موخه پسرلني کر پیل شو 

 ۱۰ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شیشم باغ څېړنیز فارم کې د سبو تخمونو د تولید په موخه د پسرلنې کر پر مهال د ننګرهار د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې دمګړۍ په یاد فارم کې د نورو سبو تر څنګ د لیړوګانو کر پیل شوی دی. 
محمد زیاته زیاته کړه، چې هر کال په یاد فارم کې د غله جاتو او حبوباتو تخمونه تولیدېږي او د رواجولو لپاره يي د کرنیزو شرکتونو ته په واک کې ورکوي.
 د ننګرهار دکرنې رییس وویل: «له نېکه مرغه،چې اوس د غله جاتو او حبوباتو ترڅنګ د سبو د تخمونو د تولید لپاره  هم هڅې روانې دي او تمه کېږي چې پایلي به يي ښه وي.»

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت