د هلمند کجکي کې د څلورو فرعي کانالونو پاکولو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۲:۲۳
د هلمند کجکي کې د څلورو فرعي کانالونو پاکولو چارې پیل شوې


دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د (CAHPO) مؤسسې په همکارۍ  ددې ولایت د کجکي ولسوالی نږدې ١١٠٠ تنو ځایي کاریګرو په مټ د څلورو لویو ویالو د پاکولو چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې په ترڅ کې د کجکیي په ولسوالی کې څلور فرعي کانالونه( کجکي علیاء، کجکي سفلا،  قاضي خېل او سهرا) کانالونه، چې د کلونو راهسې نه دي پاک شوي او د سیمې بزګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وه په اساسي ډول پاک کېږي.
په همدې موخه په نوموړې ولسوالی کې د ٢٩٦٤  تنه کاریګرو سروې ترسره شوې ده چې دا مهال یې له ډلې نږدې ١١٠٠ تنه کاریګر عملا کار کوي او پاتې نور کسان به هم په کار وګمارل شي.
د ذکر شوو کاریګرو د سروې او انتخاب چاري مخکې د کجکي ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل حاجي حمزه او ګډ پلاوي په حضور کې ترسره شوې ده، چې د کار ښه ترسره کيدو په موخه به یې په دوامداره ډول نظارت هم ترسره کېږي.
ددې فرعي کانالونو په صفا کېدو سره به د بزګرو شنو فصلونو، بڼونو او همدارنګه د کورنیو د اړتیا وړ اوبه په ښه ډول ورسېږي، ددې تر څنک به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او د بزګرو حاصلات به ورسره ښه شي.د نوموړې موسسې لخوا به د سیمې ځایي کارګرانو ته د کار په مقابل کي نغدې پیسې ورکول کېږي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست له ژمنې سره سم، په کرونده کې د اوبو ښه مدیریت په موخه د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې بېلابېلې برنامې پلي کوي، ترڅو د بزګرو د حاصلاتو په لوړېدو کي د پام وړ بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت