د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوي د روحاني بابا قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۳:۵۸
د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوي د روحاني بابا قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی غړو د پکتیا ولایت اړونده د روحاني بابا ولسوالی له ولسوال، امنیه قومندان، استخباراتو مسئول او قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی لخوا د سلطاني ځمکو د غصب د مخنيوي په اړه د اميرالمؤمنين فرمان او د ياد فرمان د تطبيق لپاره جوړ شوی طرزالعمل ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی غړو د یادو سیمو قومي مشرانو  څخه وغوښتل چې په ياده سیمه کې د غصب شويو ځمکو د حدودو د تثبيت، د غصب کوونکو د معلومولو او د‌ غصب شويو ځمکو د مخنيوي په برخه کې له ټاکل شوې کميټې سره همکاري وکړي.
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي پلاوی رییس عبدالرؤف سعید وویل، چې یاد تخنیکي پلاوي به خپلې عملې کړنې د لومړنيو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ډېر ژر پيل کړي او نور هیچاته اجازه نه ورکوی، چې خپل سرې هغه سلطاني ځمکې چې دوی غصب کړي او که چېرې د چا لخوا  دا کار وشو د قانون منګلو ته ددې کمیسیون لخوا رسمآ ورپېژندل کېږی.
د یادولو وړ ده، چې یاد تخنیکي  پلاوی لخوا په نوموړی سیمه کې ۳۵ جریب سلطاني ځمکه د تصرف کوونکو  څخه وژغورله شوه او نیالګي یی راویستل شو.
د غونډې په پای کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنیکي  پلاوی لخوا د یاد کلیو استازو ته استعلامونه هم ورکړل ترڅو استعلامونه ځواب کړي او تر دریو ورځو پورې یې قضاء امارت ته وسپاري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت