د هلمند ناوې ولسوالی کې عمومي بڼ جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۷
د هلمند ناوې ولسوالی کې عمومي بڼ جوړېږي

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په دې وروستیو کې هلې ځلې پیل شوي دي تر څو ددې ولایت مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې د نیالګیو روزلو قوریې له سره ورغوي، کرنې ته یې چمتو کړي او پکې د بڼوالو لپاره بیېابېل اصلاح شوي نیالګي وروزي.
په همدې موخه ددې ادارې  اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، د ولایت مقام په همکارۍ د یوه ګډ پلاوي په حضور کې د ناوې ولسوالی په جنوب ختیځه سیمه کې د عمومي بن په موخه ۱۲ جریبه ځمکه د نوو نیالګیو روزلو او مورنیو بڼونو جوړولو په موخه کرنې ته چمتو شوه.
نوموړې ځمکه چې د کلونو راهیسې پکې کرنیز فعالیتونه نه دي تر سره شوي او ځمکه یې په ځنګل اوښتې وه  دامهال په فني ډول کرنې ته چمتو شوې ده.
په یاده ځمکه کې به د ځانګړي پلان له مخې د مېوه یي ونو ننداریز بڼونه او د بزګرو د اړتیا وړ بېلابېل نیالګي وروزل شي .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت