د هلمند نادعلي کې پر ۷۳ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۷:۳۸
د هلمند نادعلي کې پر ۷۳ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول


۱ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نادعلي ولسوالۍ هغه بزګرانو ته چې د (AMP) پروګرام له لارې ورته په تېرو دو کلونو کې د تصدیق شوو مېوه لرونکو نیالګیو بڼونه جوړ شوي دي د ښاخبرۍ توکي ووېشل شول.
د غه پروسه د هلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره د همکارې (ROP-AMP) یاسولې بنیاد موسسې لخوا تمویلیږي چې په څلورو نورو ولسوالیو کې به هم دوام ومومي.
د دې ترڅنګ هغو بڼوالو  ته چې په ګروپي ډول د (AMP) پروګرام لخوا په اوونیز یا میاشتیني ډول د عصری بڼوالۍ زدکړې ورکول کېږي، هم د  ښاخبرۍ وسایل وېشل کېږی .
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د هلمند د کرنې ادارې له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار به هلې ځلې ډېرې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۴
Background image

بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

بازگشت