ننګرهار کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۸:۵۸
ننګرهار کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د بټي کوټ په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د دوو پروژو د رغولو چارې بشپړ او د جلا جلا غونډو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د «DRC» مؤسسې چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق وویل، چې د بټي کوټ ولسوالی د نغلو په کلي کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۸۰ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو کانال جوړ او د کانال په مسیر کې درې پلچکونه او ۱۴ د اوبو د کنټرول دروازې جوړې شوي دي، چې وسره ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
 دغه راز د بټي کوټ ولسوالی د کوز مشواڼۍ په کلي کي د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ متره په اوږدوالی استناي دېوال جوړ ۴۰ متره ویاله پاخه او یو پلچک په اساسي ډول رغول شوي دي او ترڅنګ یې ۱۵۰۰ متره ویالې پاکې شوي، چې ۲۵۰ جریبه ځمکې ته د اوبوخور اوبه برابرې شوي دي.
د چارواکو په خبره له دغو پروژو څخه نږدې ۱۵۱۰ کورنۍ برخمنې شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست مرستیال قومي مشرانو ته سپارښتنه هم وکړه، او زیاته یي کړه چې د رغول شوو پروژو څخه باید په سمه توګه ساتنه او مراقبت وکړي.
هغه خلکو ته ډاډ هم ورکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د همکارو برنامو او موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښي مرستې ترسره کړي، او د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژی هم پلي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
Background image

د هلمند د قوریه‌لرونکو ټولنه سږکال یو میلیون مېوه لرونکي نیالګي تولید کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د قوریه‌لرونکو  ټولنې چارواکي وایي، چې سږکال یې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ یو میلیون مثمر نیالګي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

بازگشت