سمنګان ولایت څخه بلخ ولایت ته د پنځه زره جریبه ځمکې د لېږد په پار غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴۲
سمنګان ولایت څخه بلخ ولایت ته د پنځه زره جریبه ځمکې د لېږد په پار غونډه دائره شوه


۲۷ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشری د سمنګان ولایت د خلم ولسوالی څخه بلخ ولایت ته د پنځه زره جریبه ځمکې د لېږد په پار غونډه دائره شوه.
دا غونډه د رییس الوزراء د هغه حکم د پلي کولو په پار دائره شوې وه، چې پر بنسټ یې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالی اړوند پنځه زره جریبه ځمکه، چې د اسلامي امارت تر فتحې وروسته د خلم ولسوالی د بلخ ولایت څخه جلا او د سمنګان ولایت ته انتقال شو، او کله چې د بلخ ولایت اړوند و، د بلخ ولایت د ګمرک د پراختیا لپاره ددې ولسوالی پنځه زره جریبه ځمکه د بلخ ولایت ګمرک ته ځانګړې شوې وه، خو اوس، چې د خلم ولسوالی د سمنګان ولایت اړوند ولسوالی شوی دی، اړتیا ده، چې د ګمرک لپاره پنځه زره ځانګړي شوې، ځمکې بېرته بلخ ولایت ته انتقال شي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مشري او د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو او د سمنګان او بلخ ولایتونو د ساتازو په شتون کې کمیټه ټاکل شوی دی، ترڅو ددغو ځمکو د لېږد څرنګوالی وارزوي.
دا غونډه، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د مالیې او دکورنیو چارو وزارتونو د یوشمېر رییسانو او چارواکو په ګډون دکرنې په وزارت کې دائره شوې وه، په کې پرېکړه وشوه، چې د سیمې د تثبیت او د سیمه ییزو ادارو د نظرونو اخیستلو په پار دې باید ولایتونو ته سفر ووشي، ترڅو دا موضوع په هر اړخیز ډول وارزول شي او راپور یې ریاست الوزراء ته وړاندې شي، ترڅو ریاست الوزراء خپله پرېکړه د یاد راپور پر بنسټ وکړي.

جلسه غرص انتقال ۵ هزار جریب زمین از ولایت سمنگان به ولایت بلخ برگزار شد
۲۷ دلو ۱۴۰۱ هـ.ش 
جلسه‌ای به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای به منظور انتقال ۵ هزار جریب زمین از ولسوالی خلم ولایت سمنگان به ولایت بلخ برگزار شد.
این جلسه به هدف تطبیق حکم رییس الوزارا مبنی بر انتقال 5 هزار جریب زمین مربوط ولسوالی خلم ولایت سمنگان که پس از فتح امارت اسلامی ولسوالی خلم از بدنه ولایت بلخ به ولایت سمنگان انتقال داده شده و در زمانی که مربوط ولایت بلخ می‌شد پنج هزار جریب زمین غرض انکشاف گمرک ولایت بلخ مشخص شده بود اما حالا که ولسوالی خلم به ولایت سمنگان ملحق شده است نیاز است که مقدار ۵ هزار جریب زمین مشخص شده برای گمرک  دوباره به ولایت بلخ انتقال داده شود.
طبق فیصله کمیسون اقتصادی ریاست الوزارت ا.ا.ا یک کمیته به ریاست وزارت زراعت با اشتراک نماینده گان وزارت داخله، وزارت مالیه و ولایت سمنگان و بلخ تعین گردیده تا چگونگی انتقال این زمین‌ها را بررسی نمایند.
این جلسه که با اشتراک رئسا و مسوولان وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری، مالیه و امور داخله در وزارت زراعت برگزار شده بود در آن فیصله گردید تا غرض تثبیت ساحه و اخذ نظریات ادارات محلی باید به ولایت سفر گردد تا این موضوع به شکل همه جانبه بررسی شود و گزارش مختصر آن به ریاست الوزار سپرده شود تا در پرتو آن ریاست الوزرا تصمیم اخد نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د لغمان کرني ریاست کي د ممپلیو د پروسس کارخونې د جوړولو په تړاو ناسته وشوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د یو خصوصي شرکت له استازې ډاکټرې ګلنار سره د ممپلیو د پروسس کارخونې لپاره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۶ سرې غواوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: د بادامو ۱۲ زره نیالګي وېش ته چمتو دي


۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د شهرنو په سیمه کې، د ډاکټید مؤسسه له لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د «بي‌ډي‌ان». . .

بازگشت