پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې هلې ځلې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې هلې ځلې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د کمېټي غړو د بګرام ولسوالۍ خم کلان سیمې د چنزیي قوم د قطعې نمبر، مساحت موصوبه،حدود اربعه، شهرت غاضب، د آبادۍ ډول، د سیمې ډول او اوسنی قیمت یې معلوم کړ.ل او په همدې ترتیب سره  تخنیکي پلاوی وکولای شول، چې کورنه او کرنیزې ځکمې جریب کړي چې مجموعه یې ۱۳۴،۳۴۷ جریبه ځمکه  او سل  باب کورونه تصفیه شول.
د تخنیکي ټیم له لوري د چنزئي قوم ته دوه ډوله استعلامونه ورکړل شول، چې په یادو استعلامونو کې  د یاد قوم څخه د ځکمې د اسنادو او فعلي قیمت غوښتنه شوې وه.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت