دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مالي او تدارکاتي سلاکار معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۹:۸
دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مالي او تدارکاتي سلاکار معرفي شو

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء د منظورۍ پر اساس شیخ مولوی رحمت الله نقشبندي دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د مالي او تدارکاتي سلا کار په توګه ګمارل شوی دی.
په هغه غونډه کې، چې د مالي او اداري مرستیال د تدارکاتي سلاکار د پېژندنې په موخه جوړه شوې وه، دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د دفتر رییس مولوی حسین خورشید، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د مالي او حسابي چارو او اسټراټیژیکو زېرمو ریاستونو یوشمېر چارواکو او دکرنې وزارت یوشمېر امنیتي چارواکو حضور درلود.
شیخ مولوی رحمت الله نقشبندي د هلمند ولایت د مارجې ولسوالی اوسیدونکی دی او د لیسانس تر کچه دیني لوړې زده کړې لري، چې د رییس الوزرا د حکم پر اساس په دویم بست کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال د مالي او تدارکاتي سلاکار په توګه دیادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

مشاور تدارکاتی و مالی معین مالی و اداری وزارت زراعت معرفی شد 
شیخ مولوی رحمت الله نقشبندی به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان به حیث مشاور تدارکاتی و مالی معین مالی و اداری وزارت زراعت تعین شد.
در برنامه ای که به مناسبت معرفی مشاور تدارکاتی برگزار شده بود مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری، مولوی حسین خورشید رییس دفتر، مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و شماری از مسوولان ریاست‌های مالی و حسابی، ذخایر استراتیژیک و امینیتی وزارت زراعت حضور داشتند.
شیخ مولوی رحمت الله نقشبندی باشنده ولسوالی مارجه ولایت هلمند بوده و تحصیلات دینی خود را به سویه لیسانس تکمیل نموده است که به اساس حکم ریس الوزار در بست دوم  به حیث مشاور مالی و تدارکاتی معین مالی و اداری وزارت زراعت تعین و به کارمندان آن اداره معرفی شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت