دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لوی رییس معرفي شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۹:۴
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لوی رییس معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء د حکم پر اساس، ملا عبدالرحمن رحماني په مافوق رتبې بست کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس په توګه ګمارل شوی دی.
د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس په پېژندغونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او ددې وزارت یوشمېر رییسانو ګډون درلود.
د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس په پېژندغونډه کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان پر اخلاص او کاري ژمنتیا ټینګار وکړ او ښاغلی ملا عبدلرحمن رحماني ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
دغه راز ملا عبدالرحمن رحماني،چې تر دې مخکې هم د یادې ادارې سرپرست مسوول و، ژمنه وکړه، چې په ټول توان او صداقت سره هلې ځلې کوي، ترڅو چارې په احسن او غوره توګه پرمخ ولاړ شي.
ملا عبدالرحمن رحماني په اسلامي امارت کې غوره چوپړتیاوې ترسره کړي دي، هغه دیني عالم دی، چې په دیني علومو کې د لیسانس ترکچې لوړې زده کړې لري.


رییس عمومی ریاست اراضی وزارت زراعت معرفی شد
براساس حکم رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان،  ملا عبدالرحمن رحمانی به‌حیث رییس عمومی اراضی  وزارت زراعت در بست مافوق رتبه گماشته شده است.
در محفل معرفی آن مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و شماری از رییسان و مسوولین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اشتراک نموده اند.
مولوی بازمحمد فیضان در محفل معرفی رییس اراضی به اخلاص و تعهد کاری تاکید کرده و خواستار موفقیت ملا عبدالرحمن رحمانی در پیش برد امور محوله شد
 هم‌چنان ملا عبدالرحمن رحمانی که قبل نیز مسوولیت سرپرستی اداره متذکره را به عهده داشت  تعهد نموده که با صداقت تلاش خواهم کرد تا کارها به‌وجه احسن آن پیش برود.
ملا عبدالرحمن رحمانی در امارت اسلامی خدمات ارزنده داشته، وی عالم دین بوده و به سویه لیسانس در علوم دینی تحصیلات داشته است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت