د لغمان قرغیو کې ۸۶ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۲
د لغمان قرغیو کې ۸۶ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
په لغمان کې دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی قرغیو ولسوالی ته سفر وکړ او ددې سفر په ترڅ کې یې د سرخکانو دزنګورې په سیمه کې شپږ اتیا جریبه کرنیزه ځمکه دغاصبینو له منګولو څخه خلاص او په رسمي توګه یې یاده ځمکه اجاره دار ته تسلیم کړه.
دلغمان دکرنې رییس الحاج مولوي محمدولي محسن او د ځمکې دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو مشر وویل:«دسرخکان ودسیمې د زنګورې شپږ اتیا جریبه کرنیزه ځمکه چې په کدستري نقشو او د املاکو د اساس په دفتر کې د امارتي ځمکی په نوم ثبت ده، ددې ځمکې قرارداد په ۱۳۹۹ هجري شمسي کال د جاوید په نوم یوتن اجاره دار سره لاسلیک شوې ده، چې نوموړي اجاره دار دځمکې د دوه فصلونو دکرلوڅخه وروسته ددې سیمې څو تنو غاصبینو دځمکې ذوالید په زورواکۍ سره تر خپل تصرف لاندې راوسته او د ځمکې بې بنسټه دعوه یې په محکمه کې وکړه او اجاره دار یې دځمکې کرلو ته تردې مهاله نه پریښوده.» محسن وویل، چې په همدې موخه نن عملاٌ ټول تخنیکي پلاوی غړي نوموړې سیمي ته راغلي یو او دځمکې ذوالید مو خپل کړ او یاده اندازه ځمکه د غاصبینو له غصب څخه خلاصه او جاوید په نوم پخواني اجاره دارته په رسمي توګه تسلیم شوه.
دیادولو وړ ده چې یاد تخنیکي پلاوی فعالیتونه په لغمان ولایت کې په چټکۍ سره روان دي تر دې وړاندې یې هم د زیاتو امارتي ځمکو د تثبیت او تشخیص چارې ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت