لوګر کې په ۱۶۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱
لوګر کې په ۱۶۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پل علم او محمدآغې ولسوالی په ۱۶۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
 د چارواکو په خبره په دې پروسه کې د لوګر مرکز پل علم او محمدآغې ولسوالی په ۱۶۰۰ مالدارانو پر هر مالدار ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه ددې ولسوالی د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده.
باید وویل شي، چې د څارویو د خوراکي توکو د وېش دا لړۍ ادامه لري او د لوګر نورو ولسوالیو ته هم غځېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت