د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۳۶

۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې د زابل دکرنې ريیس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رييس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې ريیس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو ريیس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو ريیس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رئیس مولوي عبدالقادر طه، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي د غړیو  په توګه ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د شاجوی په ولسوالی کې یو اندازه امارتي ځمکه چې ځیني اشخاص يې داعوه لري د کیمیټې لخوا ورته پلاوی وټاکل شو.
دغه راز په مرکز قلات کې د کمن پر ځمکه باندې چې کومو اشخاصو  تاسیسات جوړ کړی دي د براورد لپاره يې پلاوی وټاکل شو.
پپ همدې توګه په زابل مرکز قلات کې د ملي دفاع وزارت اړوند د لیوا څنګ ته چې په کومه ځمکه په خودسران ډول تاسیسات جوړ شوي دې د براورد لپاره يې پلوی تعین شوه.
 دغه راز د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت