خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۳۹
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. ورپسې د خوست ښار اړوند د وچې خوړې سیمې ته ولاړ او  د نوموړي سیمې په بېلابېلو موقعيتونو کې يې هغه کورونه او تصرفات چې د غاصبينو لخوا نوي ترسره شوي ول تخريب کړل او هم يې ترسره کونکو خلکو ته په راتلونکې کې د دا ډول کار د نه ترسره کيدو اخطاريه ورکړل شوه او هم د ذکرشوي سیمې ټولو اوسيدونکو ته سپارښتنه وشوه تر څو نوموړي ساحه په معين وخت کې تخليه کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي‌ال‌او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د خوګیانو په ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو ۱۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن د خپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون له مسؤل ادم خان نیازی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

بازگشت