د ننګرهار دکرنې ریاست: د سرخ رود سلطان پور سفلي کلی کې ۵۶۴۰ جریبه ځمکه امارتي ثثبیت شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۴:۵۹
د ننګرهار دکرنې ریاست: د سرخ رود سلطان پور سفلي کلی کې ۵۶۴۰ جریبه ځمکه امارتي ثثبیت شو

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
په ننګرهار ولایت کې د اماراتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلای غړو د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری د ددې ولایت سرخرود ولسوالی ته سفر وکړ او د دغه ولسوالی اړوند سلطان پور سفلي کلی کې ۵۶۴۰ جریبه، چې د سید اسحاق ګیلاني په نوم په کې ښارګوټی جوړه شوې وه امارتي تثبیت کړه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد پر ځایي اوسیدونکو غږ وکړ چې په اماراتي غصب شویو ځمکو باندې د کورونو جوړولو څخه ډډه وکړي، او تر څنګ یي د سرخرود ولسوالی امنیه قومندانې ته هم سپارښتنه وکړه چې په یاده سیمه کې د کورونو جوړولو مخه ونیول شي، او هیچاته اجازه ورنکړي چې په غصب شوي ځمکه کې کورونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت