د پروان بګرام کې څه باندې ۳۷۴ جریبه ځمکه حکومتي تثبیت شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۳
د پروان بګرام کې څه باندې ۳۷۴ جریبه ځمکه حکومتي تثبیت شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پروان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې له خوا د بګرام ولسوالی په دویمه برخه اوله ګرارۍ کې ۳۷۴.۶۷ جریبه ځمکه حکومتي ځمکه تثبیت کړه.
د چارواکو په خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوالی په دویمه برخه کې د ګاډي قوم په یاده امارتي ځمکه چې د قطعې نمبر یې ۱۸ـــ۱۴ ۱۸ــ۱۶ وه ولکه ټینګه کړې وه، چې پکې کورنو او کرنیزې ځمکې جوړې شوې وې چې پکې ۱۹۵.۱۷ جریبه امارتي ځمکه غصب شوې وه.
دغه راز په همدې سیمه کې بل ځای بیا نکاح خېل، ګرن شاخ قومونو دوغ آباد سیمه کې د لسو قطعو ۱۲۳.۸۷ جریبه ځمکه هم غصب شوې وه چې پکې کورونه او کرنیزې ځمکې جوړې شوې وې.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه د پروان په ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت