د ننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثثبیت شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۶
د ننګرهار دکرنې ریاست: سرخرود کې ۸۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثثبیت شو

۲۴ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
په ننګرهار ولایت کې د اماراتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلای غړو د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری د ددې ولایت سرخرود ولسوالی ته سفر وکړ او د دغه ولسوالی اړوند د خیرآباد کلي د کاریز ګړوم سیمه کې نږدې 800 جریبه اماراتي ځمکه چې د غاصبینو لخوا غصب او په یو اندازه سیمه کې یي کورونه جوړېدل تثبیت کړه. 
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد پر ځایي اوسیدونکو غږ وکړ چې په اماراتي غصب شویو ځمکو باندې د کورونو جوړولو څخه ډډه وکړي، او تر څنګ یي د سرخرود ولسوالی امنیه قومندانې ته هم سپارښتنه وکړه چې په یاده سیمه کې د کورونو جوړولو مخه ونیول شي، او هیچاته اجازه ورنکړي چې په غصب شوي ځمکه کې کورونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت