دکرنې وزارت اراضي اداره کې د چارو د همغږۍ په پار هلې ځلې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۵۲
دکرنې وزارت اراضي اداره کې د چارو د همغږۍ په پار هلې ځلې

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ادارۍ سرپرست ملاعبدالرحمن رحماني په مشرۍ ددې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د اجرایې برخې له چارواکو سره د چارو د لا همغږۍ او د اداري چارو د پرمخ وړلو په پار د همغږۍ د پیاوړتیا په پار غونډه دائره شوه.
دکرنې وزارت د اراضي ادارې سرپرست د نویو ایجاد شویو بستونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «لکه څنګه چې پوهېږئ، موده مخکې د اراضي ادارې ترچتر لاندې د آمریت دفتر تر عنوان لاندې نوې برخه ایجاد شو، چې دا برخه په تشکیل کې شتون نه درلود، خو اړتیا ته په کتو دکرنې وزارت محترم مقام له منظورۍ وروسته ددې ادارې په اډانه کې دا څاګه هم ایجاد شو.»
د اراضي ادارې سرپرست زیاته کړه، په کاري برخو کې د اسانتیاوو او د ګڼه ګوڼې د مخنیوي په پار، ددې ادارې له ټولو ریاستونو څخه مو وغوښتل، ترڅو د معینیت د آمریت دفتر مقام ته د فوکل پاینټ په توګه دې یوکس ور وپېژني دغه راز ستونزو ته درسېدنې او په چارو کې د چټکتیا په پار، تر دې وروسته ټول ریاستونه دې اړوند چارې د فوکل پاینټ او دغه راز د واتساپ ګروپ له لارې د ادارې له رهبرۍ سره شریک شي.
د اراضي ادراې سرپرست ملا عبدالرحمن رحماني د اجرایي برخې له چارواکو څخه هم وغوښتل، چې تر دې وروسته دې په هره میاشت او ربع کې خپل کاري اجراآت په دري او پښتو ژبو هم په هارډ او هم په سافت ډول آمریت دفتر ته وسپاري.
د اراضي ادارې سرپرست د اجرایي برخې چارواکو سره د تخنیکي وسایلو لکه کامپیوټر، پرنټر او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په پآر د همکارۍ ژمنه وکړه.
په پای کې د ریاستونو د اجرایې برخې چارواکو د معینیت له مقام څخه د مننۍ او قدردانۍ ترڅنګ، دکاري چارو د لاښه والي په پار خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، او ویې ویل، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له رښتنولۍ، ایماندارۍ او صداقت څخه کار اخلي.

تلاش‌ها به منظور انسجام امور در اداره ارضی وزارت زراعت 
جلسهٔ‌ی به رهبری ملا عبدالرحمن رحمانی سرپرست اداره ارضی وزارت زراعت با مسوولان بخش اجرائیه ریاست‌های مختلف آن اداره  به منظور انسجام امور و تحکیم هماهنگی در پیش برد امور اداری برگزار شد.
سرپرست اداره ارضی وزارت زراعت در مورد بست‌های جدید ایجاد شده صحبت کرده و گفت" طوری که در جریان قرار دارید چندی قبل بخش جدیدی تحت نام آمریت دفتر زیر چتر اداره ارضی ایجاد گردید که این بخش در تشکیل وجود نداشت ولی بنابر ضرورت مبرم چنین بست نیز در چوکات این اداره بعد از منظوری مقام وزارت زراعت این بخش ایجاد  گردید.
 سرپرست اداره اراضی اضافه نمود به خاطر سهولت در امورات کاری و جلو گیری از ازدحام، از تمام ریاست‌های مربوط این اداره خواستیم تا یک نفر را به حیث فوکل پاینت به آمریت دفتر مقام معینیت معرفی نمایند همچنان به خاطر رسیدگی به مشکلات و سرعت عمل در کار ریاست‌ها بعد از این تمام برنامه‌های کاری توسط فوکل پاینت و همچنان از طریق واتساپ گروپ با رهبری اداره  شریک ساخته خواهد شد.
ملا عبدالرحمن رحمانی سرپرست اداره ارضی از مسوولان بخش اجراییه نیز خواست تا بعد ازین اجرات کاری‌شان را  به زبان  پشتو و دری  هم به شکل هارد و هم به شکل سافت  ماهوار و ربع وار به آمریت دفتر تسلیم نمایند.
سرپرست اداره اراضی با مسوولان بخش اجرائيه در قسمت تهیه وسایل تخنیکی کامپیوتر، پرنتر و غیره وسایل ضروری وعده هرگونه همکاری را نمودند.
در اخیر مسوولان بخش اجراییه ریاست‌ها با ابراز سپاس و امتنان از مقام معینیت نظریات شانرا پیرامون بهتر شدن امورات کاری ارائه نموده تعهد نمودن که در قسمت اجرای وظایف شان از صداقت و ایمان‌داری کامل استفاده خواهند نمود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

بازگشت