لغمان کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکي وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۵۱
لغمان کې د شاتو مچیو یوشمېر روزونکي وروزل شول

لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې له لارې ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د علینګار او قرغیو ولسوالیو ۳۰ تنه د شاتو مچیو روزنکو ته  د روزنې ترڅنګ د شاتو مچیو روزنې اړوند اړینې مرستې وشوې.
د چارواکو په خبره د شاتو مچیو ټولنې دغو غړو ته د شاتو مچیو د افتونو او ناروغیو د کنټرول روزنیز پروګرام ترڅنګ په پروګرام کې د شاتو مچیو یاد روزونکو ته تخنیکي کېټ چې په کې موم، دستکشې پولینټر، د دانو لوښې او د مچیو د ساتنې ځانګړې جامې په کې شامل وی وېشلي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د شاتو مچیو صتعت ته پراختیا ورکول او د شاتو مچیو ټولنو د غړو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت