د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې لسمه غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲۳
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې لسمه غونډه

۲۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند لسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
دا چې په تېر کې غاصبينو د موقع څخه په استفادې د افغانستان ډېرې دولتي او همدارنګه د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او لا هم هڅه کوي چې غصب شوي املاک په خپل تصرف کې وساتي خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره يادې موضوع ته پام ډېر  شوی او په زرهاوو جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو آزاده شوې او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم په رامنځ ته کېدو سره به یاده چاره لا چټکتیا ومومي او هیچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي او همدارنګه هغه دولتي املاک چې پخوا د زورواکانو لخوا غصب شوي د تخنیکي ټيم لخوا به مشخص شي او د غاصبينو له منګولو به آزاد کړل شي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

بازگشت