د آموسیند پر غاړه د تخریباتو د ارزونې پلاوی د سفر راپور د رسنیز کنفرانس په ترڅ کې وړاندې شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۱:۳۰
ارایه گزارش سفر هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو طی کنفرانس مطبوعاتی

۱۹ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د آمو سیند غاړې د تخریباتو د ارزنې پلاوی په تخار، کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د تخریب شویو سمیو تر ارزونې وروسته د خپل سفر جزیات له رسنیو سره شریک کړل.
یاد پلاوی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ د یوشمېر دولتي اداراتو د چارواکو په ګډون د آمو سیند پر غاړه پرتو ولایتونو ته سفر کړئ و د بلخ په ولایت کې د رسنیو د استازو په شتون کې د آمو سیند د تخریباتو کچه ویجاړوونکي وبلل، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د هستوګنې کورونه یې وران کړي دي او دا لړۍ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.
د یاد پلاوی رییس مولوی عطاءالله عمري د آمو سیند د اوبو د محارولو په پار له مرستندویو بنسټونو څخه وغښتل چې ددې سیند د محارولو په برخه کې دې د افغانستان خلکو سره مرستې او همکاري وکړي: «هره خیریه بنسټ چې د خلکو لپاره کار کوي او یا نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان باید له موږ سره مرستې او همکارۍ وکړي، ځکه دا کار د افغانستان دخلکو له وسه وتلي خبره ده، او له همدې امله سلګونه کسان بې کوره او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي دي، چې مخنیوی ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې د آموسیند پر غاړه د تخریباتو د ارزونې پلاوي غړي د سرحداتو، اقوام او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوی محمداسماعیل، مولوی مجیب الرحمن عمر، د کانونو او پټرولیو وزارت مرستیال ضیاءالرحمن اریوبي په خپل وار سره خبرې وکړې او ددغو تخریباتو د مخنیوي په پار یې د جدي پاملرنې او مرستو غوښتنه وکړه.

ارایه گزارش سفر هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو طی کنفرانس مطبوعاتی
۱۹ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو پس از بررسی از ساحات تخریب شده در ولایت‌های تخار، کندز، بلخ و جوزجان جزیات سفر خود را با رسانه‌ها شریک ساختند.
این هیئت که به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک مسوولان چندین اداره به ولایت‌های اطراف دریای آمو سفر کردند بودند در ولایت بلخ با حضور رسانه‌ها میزان تخریبات دریا را ویران کننده عنوان کرده که هزارن جریب زمین زراعتی را و خانه‌های مسکونی را تخریب کرده و این روند روز به روز در حال افزایش است.
مولوی عطاءالله عمری رییس هیئت متذکره  برای محار نمودن آب دریای آمو از نهاد‌ه‌های مدت رسان خواست تا در محار این دریا با مردم افغانستان کمک نمایند" هر نهاد خیریه ای که برای مردم کار می‌نماید و یا سازمان‌های بین الملی خصوصا سازمان ملل و سازمان همکاری‌های اسلامی باید برای ما کمک نمایند چون این کار از توان مردم افغانستان خارج است و از این سبب صدها تن بی خانه و هزارن جریب زمین زراعتی تخریب می‌شود که نیاز به جلوگیری دارد.
در همین حال مولوی محمد اسماعیل معین وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل، مولوی مجیب الرحمن عمر، ضیاءالرحمن آریوبی معین وزارت معادن و پطرولیم اعضای هیئت بررسی تخریبات اطراف دریای آمو هریک به نوبه خود سخنرانی نموده و نیاز جدی جلوگیری از این تخریبات در سخن زدند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۵۰
Background image

بلخ کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۷
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو بڼونه پراخ شوي، سږ کال د څه باندې څلور زره مټریک ټنه حاصل اټکل شوی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې د سرو املوکو بڼونه جوړ شوي چې د اټکل له مخې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت په ګربزو ولسوالی کې د کرنې ریاست په همکارۍ د (او.آر.ډي) مؤسسې له لوري د ۵۰۰ مستحقو بزګرانو د پېژندلو سروې روانه ده، څو هغوی ته. . .

بازگشت