د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوې نهمه ناسته ترسره کړه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۰:۱۵
د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوې نهمه ناسته ترسره کړه


د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی پلاوی نهمه غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چی د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کی ترسره شوه، پکې د یادې کمیټې رییس او غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د یاد پلاوی رییس او غړو د تیرې اوونۍ راپورنه شریک کړل او هر یو پخپل وار سره د راتلونکی دوشنبې ورځې لپاره په پلان شوی عملي طرحه کې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د یادولو وړ دی چې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکی ټیم د اسنادو دڅېړلو په موخه پنځه کسیزه پلاوی ټاکلي و، د یاد پلاوی لخوا د څېړل شویو انسادو راپور نوموړی کمیټې ته وړاندې شو.
همدارنګه د غونډې په وروستیو شیبو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو لخوا د پکتیا ولایت روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د روحاني بابا څېړنیز فارم تصرف کوونکو ته استعلامونه هم ورکړل ترڅو استعلامونه ځواب کړي او تر دریو ورځو پورې قضاء ام ارت ته وسپاري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت