خوست کې یوشمېرکرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۰:۷
خوست کې یوشمېرکرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د (NCA) په مالي او  د افغان پرمختیایي مؤسسې (ADA) په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د اقتصادي پیاوړتیا تر عنوان لاندې په درو برخو کې مهمې او ګټورې پروژې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
 په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رییس قاري عبدالصمد محمدي، د یادو مؤسسو استازو، د خوست یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او مخورو ګډون درلود.
د خوست دکرنې رییس قاري عبدالصمد محمدي وویل، چې په دغو پروژو کې د کبانو څلور فارمونه، د شاتو مچیو پنځه فارمونه او دوه شنې خونې شامل دي. دغه راز د خوست مرکز لکڼ د ګوډاخارې کلي سربند او ورخونه د ۷۵ مترو په اوږدوالي سره په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول له یادی سربند نه د ۲۵۰۰ جریبه نه زیاته ځمکه خړوبېږي. همداراز د اسماعیل خیلو مندوزیو واړه شبي خیلو په کلي کې  دوه ورخونه په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول یاده پروژه ۸۰۰ جریبه ځمکی خړوبوی او ترڅنګ یېد اسماعیل خیلو مندوزیو د حمیدالله حسن زي په کلي کې یو محافظتي دیوال د ۵۶ مترو په اوږدوالی د ۲.۱۰ دوه متره او لس سانتی مترو په لوړوالي سره په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول یاده پروژه د ۵۵۰ جریبه ځمکه د تخریب مخه نیسي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او خلکو ته دکار زمینه برابرول دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت