د کندز خان آباد ولسوالی کې د شاتو مچیو ټولنو سره مرستې وشوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۰:۱۲
د کندز خان آباد ولسوالی کې د شاتو مچیو ټولنو سره مرستې وشوې


دکندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د خان آباد ولسوالی اړوند د شاتو مچیو د ټولنې ۳۵ غړو سره د شاتو مچیو روزنې اړوند اړینې مرستې وشوې.
د چارواکو په خبره د شاتو مچیو ټولنې دغو غړو ته د شاتو مچیو د افتونو او ناروغیو د کنټرول روزنیز پروګرام ترڅنګ په پروګرام کې د شاتو ټولنې هر یو غړی ته تخنیکي کېټ چې په کې موم، پولینټر، د دانو لوښې او د مچیو د ساتنې ځانګړې جامې په کې شامل وی وېشلي دي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د شاتو مچیو صتعت ته پراختیا ورکول او د شاتو مچیو ټولنو د غړو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت