د لغمان دکرنې ریاست: د مرکز مهترلامی اړوند بابا صاحب دښته کې ۷۲۶۷۱ جریبه ځمکه امارتي ده

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۹:۵۰
د لغمان دکرنې ریاست: د مرکز مهترلامی اړوند بابا صاحب دښته کې ۷۲۶۷۱ جریبه ځمکه امارتي ده


لغمان کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکو داسترداد تخنیکي پلاوی خپله دیارلسمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفترکې ترسره کړه. 
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس او  دتخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن  لارښوونکې وینا وکړه او دغصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو دتثبیت او تشخیص په برخه کې دکارونو دلاچټکتیا لپاره لازمې لارښوونې وکړې او په دې اړه  لازم تصمیمونه ونیول شوو.
 په ورته مهال تخنیکي پلاوی د مرکزاړوند نوآباد،ډیوې او الکوزي کلیو له هغو غاصبینو سره وکتل کوم چې په(54,5) جریبه امارتي ځمکه کې یې شنې خونې جوړې کړې دي او په دې برخه کې دتخنیکي پلاوی رییس  له دوي څخه دغصب دعلت پوښتنه وکړه او ددوي نظرونه یې واوریدل او په نتیجه کې غاصبینو دېته غاړه کیښوده چې یاده ځمکه امارتي ده او  د نوموړې ځمکې د اجارې غوښتنه یې وکړه چې د وروستي ارزونې وروسته دوي ته به دا ځمکه په اجاره ورکړل شي.
 همداراز  تخنیکي پلاوی دلکړۍ سیمې د100 جریبه اجاره شوې ځمکې  له اجاره دار سره وکتل چې یاده اندازه ځمکه دځائي سیمې دیوشمېر خلکو له خوا غصبه شوې او اجاره دار یې دکار او فعالیت څخه منع کړی وه په دې اړه هم تصمیم ونیول شو. 
دبحث اوتصمیم نیونې څخه وروسته یاد پلاوی دباباصاحب دښتې ته لاړ  هلته یې د باباصاحب کمپ کې ځائي خلکوته په امارتي ځمکو کې دنوي کار کولو دمنعې په هکله دامیرالمومنین فرمان تشریح کړ او دوي ته یې توصیه وکړه. دپلاوی دهراړخیزې ارزونې په پایله کې  دباباصاحب په دښته کې (72671) جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.
دیادولو وړده چې له دې ډلې څخه (18860,3) جریبه ځمکه په کدستري نقشو کې امارتي ښودل شوې ده او (13747) جریبه ځمکه اجاره دارانو او مختلفو اداراتو ته دښارگوټو دجوړولو لپاره په قانوني توګه وېشل شوې او شاوخوا 5000 جریبه ځمکه داشخاصو له خوا د سرپناه لپاره غصبه کړې او پاتې نوره عامه مرعي ځمکه شتون لري چې داشخاصو دهر ډول تصرف او غصب څخه یې مخنیوی وشوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت