ارزګان کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۸:۵۶
ارزګان کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هڅې


۱۳ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ارزګان ولایت د امازتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو داستردادتخنیکي ټیم غړو د دښتې امارتي ځمکو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې موخه د امارتي ځمکو تثبیت او تصفیه کول و، چې په ترڅ کې یې د اړوندو سیمو له قومي مشرانو سره هم ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې ارزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي‌ال‌او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د خوګیانو په ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو ۱۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن د خپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون له مسؤل ادم خان نیازی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

بازگشت