ارزګان کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۲
ارزګان کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې کړنې

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ارزګان ولایت د امازتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو داستردادتخنیکي ټیم غړو ددې ولایت خوشراب سیمې ته سفروکړ.
ددې سفر موخه د امارتي ځمکو تثبیت او تصفیه کول و، چې په ترڅ کې یې د اړوندو سیمو له قومي مشرانو سره هم ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د کمیسیون د مشرانو له خوا دغه راز د ځمکي غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د فرمان او د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې په پار هم ټولو مشرانو ته مالومات وړاندې کړل او له دوی څخه وغوښتل، چې د امارتي ځمکې د غصب څخه دې لاس واخلي او غصب شوي ځمکې دې بېرته امارت را وګرځوې او د امارت د قانون او اصولو پر اساس دې ځمکې په اجاره ونیسي.
باید وویل شي، چې ارزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت