د کندز په اقتاش ولسوالی کې پر ۲۵ کورنیو د شېدو غواګانې وویشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۲۹
د کندز په اقتاش ولسوالی کې پر ۲۵ کورنیو د شېدو غواګانې وویشل شوې

 ۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي او د آغاخان پرمختیایي بنسټ (AKF) په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د اقتاش په ولسوالی کې پر ۲۵ بېوزله کورنیو ۲۵ د شېدو غواګانې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او له بېوزلۍ کړېږي.
دغه وېشل شوي غواوې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰ لیټره شېدې تولیدوي، چې د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا او په کور کې د ښځو لپاره د کار د پيداکولو په موخه وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزله کورنیو لاس نیوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت