ارزګان کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۹:۳۵
ارزګان کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو پروخت د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د ارزګان دکرنې ریاست وایي، چې ددغو اصلاح شویو غنمو د وېش موخه په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو ترویج، په کتار بڼه د غنمو د کرکیلي دودول او په ټوله کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو عوایدو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.
د ارزګان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د بزګرانو د ملاتړ او لاس نیوی، په پار پر دوی د اصلاح شویو تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته د کرکیلي نوې لارې چارې زړه کړي او ترڅنګ یې پر دوی د کرکیلي اړونده توکي هم ووېشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت