دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۶:۳۰
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه لیدنه وکړه


۸ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د بشري سرچینو رییس مولوی حمیدالله ارشاد دیاد وزارت د دفترونو د اروزنې په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او دیاد ریاست د فعالیتونو راپور یې واورېدل.
دا لیدنه د اداري فعالیتونو د ارزونې، او د وزارت ټولو اداراتو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د ښوچوپړتیاوو وړاندې کولو څخه د اطمینان په پار ترسره شوه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس محمد رحیم ستانکزی د یاد ریاست د کړنو، فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او دکرنې وزارت کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د شته سیسټمونو په هکله مالي او اداري مرستیال ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل او په دې وزارت کې د غیر فعالو معلوماتي سیسټمونو د فعالولو غوښتونکی شو.
مالي او اداري مرستیال د یاد ریاست د کړنو د راپور تر اورېدو وروسته د همکاریو ډآډ ورکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې فعال سیسټمونه د کرنې وزارت د چوپړتیاوو، روڼتیا راوستلو او مدیریت په برخه کې فعاله ونډه لري او باید فعال وساتل شي او د اړوندو ریاستونو په همغږۍ هغه سیسټمونه چې غیرفعال دي، هغه دې هم بېرته فعال شي.
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د کارکوونکو ستونزې او ړاندیزونه واورېدل او د یادو کارکوونکو د ستوز هوارولو په پار یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست تکنالوژی معلوماتی این وزارت بازدید کرد
۸ جدی ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری و مولوی حمید الله ارشاد رییس منابع بشری وزارت زراعت به منظور بررسی از دفاتر این وزارت از ریاست تکنالوژی معلوماتی بازدید کرد و گزارش فعالیت‌های آن را استماع نمود.
این دیدار به منظور بررسی از فعالیت‌های اداری و  حصول اطمینان از عرضه درست  خدمات تکنالوژی معلوماتی به تمام ادارت وزارت زراعت انجام شد.
در این دیدار محمد رحیم استانکزی رییس تکنالوژی معلوماتی وزارت زراعت در مورد کارکرد‌ها و فعالیت‌های ریاست متذکره معلومات ارایه کرده و در مورد سیستم‌های موجود تکنالوژی معلوماتی در وزارت زراعت به معین مالی معلومات تفصیلی ارایه کرد و خواهان فعال سازی سیستم‌های  معلوماتی غیرفعال در این ریاست شد.
معین مالی و اداری پس از استماع گزارش‌ها و کار کردها ریاست متذکره اطمینان همکاری سپرده و هدایت داد که سیتسم‌های که فعال بودن آن نقش مستقیم در عرضه خدمات، ایجاد شفافیت و مدیریت وزارت زراعت دارد باید فعال نگهداشته شود و در هماهنگی با ریاست‌های ذیدخل سیستم‌های که غیر فعال گردیده اند را  نیز دوباره فعال سازند.
معین مالی و اداری پیشنهادات و مشکلات کارمندان ریاست تکنالوژی معلوماتی وزارت زراعت را استماع نموده و هدایت لازم را جهت رفع مشکلات کارمندان متذکره سپرد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت